د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست استاد جبرائيل عمر سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۴:۶
دیدار سرپرست اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د پوهنتون له استاد اسټراليايي تبعه جبرائيل عمر سره چې د اسلام په سپېڅلي دين باندې مشرف شوی، وکتل او خبرې اترې يې ورسره وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې سرپرست ښاغلي جبرائيل عمر ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه چې له خپل ديني ورور سره په ليدنه خوښ يم.

ښاغلي شهامت جبرائیل عمر په اسلام باندې مشرف کیدو ته په اشارې سره وویل چې د اسلام سپیڅلی دین هیڅ پوله نه لري.

ورپسې جبرائیل عمر د تخنیکي او مسلکي زده کړو د نظام پراختیا په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د همکاریو له جملې څخه یې، زیاته کړه چې د TOEFL ازموینې برخه کې د خپلې علمي تجربې له مخې به له هغو زده کوونکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي چې د بورسونو لپاره بهر ته ځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت بلخ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رئیس او د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS