په لغمان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له 65 ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۱:۱۱
لغمان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په لغمان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له 65 تنه ښوونکو سره نغدي مرسته وکړه.

 د هر ښوونکي لپاره دوه سوه امریکايي ډالر چې 18 زره افغانۍ کېږي مرسته شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دغه پيسې استادانو ته د مرستې په توګه وېشل شوې وې، نه د هغوي د مياشتني معاش په بدل کې.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم یونیسف د مسلکي انسټیټونو او ښوونځیو له استادانو سره مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د فراه ولایت اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه

د الحاج ابراهیم جان حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د فراه ولایت د اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته د قرطاسیې توکي ووېشل شول. په دغو توکو کې کتابچې، بکسې، قلمونه او نور قرطاسیه باب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلينو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د برښنايي پینل بورد په اړه روزنه ترلاسه کړه. په. . .

BACK TO NEWS