د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشر د هالنډ هېواد "سپارک" موسسی له استازي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۷:۵۰
دیدار با نماینده موسسه هالند

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس مولوی غلام حيدر شهامت د هالنډ سپارک موسسی له استازي سره وکتل.

د لیدنې په ترڅ کې د "سپارک" موسسې استازي خبرې وکړې او ويې ويل، چې له دې لیدنې څخه يې موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د روزنيزو څانګو او د اړتياوو ارزونه ده.

 ښاغلی شهامت په دې ناسته کې وويل، چې تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د خپلو ښوونيزو خدمتونو د کيفيت د لوړولو په لټه کې دى او په دې برخه کې ملاتړ ته اړتيا لري.

 هغه زیاته کړه، "موږ په افغانستان او سیمه کې د کار بازار هراړخیز احصایې ته اړتیا لرو، ترڅو وکولای شو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په هغه څانګو تمرکز وکړو چې د کار بازار ورته اړتیا لري."

د سپارک موسسې استازي زیاته کړه چې دغه موسسه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او فلسطین په ګډون په عربي هېوادونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنیزو  مرکزونو کې د کار کولو تجربه لري.

نوموړي د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت د لوړولو په موخه د دغو تجربو شریکولو ته چمتووالی و ښود.

 په وروستيو کې ښاغلی شهامت د تعلیمی نصاب، استادانو  ظرفيت لوړولو او د تخنيکي او مسلکي ادارې بېلابېلو څانګو د تجهيز په برخه کې د سپارک موسسی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS