د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستیال په کابل کې له دریو انسټیټونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۵:۵
د اکاډمیکو چارو مرستیال

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي د څارنې پلاوی سره مل احمدشاه بابا، ژورنالیزم او د کابل ښار 19 ناحیه کثیرالرشتوی انسټیټونو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عزيزي د ​​يادو انسټیټونو له امرینو او زده کړیالانو سره خبرې وکړې او د هغوى ستونزې يې وڅېړلې.

د مسلکي استادانو کمښت، د کمپيوټرونو کمښت او د عملي کار لپاره د خامو موادو نه شتون د دې درېيو انسټیټونو اساسي ستونزې وې.

ښاغلی استاد عزيزي د ​​هر انسټیټوټ د ستونزې له ځان سره یاداښت او ژمنه يې وکړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره په همغږۍ به يې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د فراه ولایت اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه

د الحاج ابراهیم جان حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د فراه ولایت د اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته د قرطاسیې توکي ووېشل شول. په دغو توکو کې کتابچې، بکسې، قلمونه او نور قرطاسیه باب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلينو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د برښنايي پینل بورد په اړه روزنه ترلاسه کړه. په. . .

BACK TO NEWS