د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست خپل راپور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ته وړاندې کړ!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۶:۰
tveta102

د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ عمومي ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ته د خپلو لاسته راوړنو او پلانونو راپور وړاندې کړ.

د پلان عمومي رياست د پلان او ستراتيژيکې پاليسۍ رئيس روح الله شفيق د پرزنټيشن په ترڅ کې وويل، چې دغه رياست د خپل کار د ماهيت له امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې دماغ دی او د لوړ اهمیت څخه برخمن دی.

 ښاغلي شفيق د کارکوونکو او تجهيزاتو کمښت د پلان رياست پر وړاندې لويه ننګونه وبلله.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او پاليسۍ رئيس د دغه ادارې ليدلورې او اوږدمهاله موخو ته په اشارې سره زياته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې زده کړه ییز  نصاب بايد له سره وکتل شي او اصلاح شي.

هغه وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې موخه په ښوونې او روزنې کې عادلانه او ټول شموله لاسرسي او ګډون چمتو کول دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ د عمومي رياست راپور واورېد او لارښوونه يې وکړه، چې د ستونزو د هواري لپاره دې عملي پلان جوړ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS