د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
TVETA

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د یاد پوهنتون د مسئولینو، د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د آمر او یو شمېر استادانو په حضور کې لاسلیک شو.

په دې مراسمو کې د وردګو پوهنتون د علمي او محصلینو چارو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي، د دغه پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د علمي او ښوونیزو مرکزونو ترمنځ یې همکاري مهمه وبلله.

همدارنګه د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ آمر، مجیب‌الرحمن جواد، وویل چې دغه هوکړه‌لیک د زده‌کړو د کیفیت او علمي ظرفیت د لوړولو، د تجربو د تبادلې، د متقابلو همکاریو د پراختیا، د علمي سفرونو د زمینې برابرولو او د محصلینو او متعلمینو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ په موخه لاسلیک کېږي.

په همدې حال کې د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ  مسئولینو د وردګو پوهنتون له رهبرۍ څخه د همکارۍ او نیک نیت له امله مننه وکړه او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د علمي او عملي همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.

دغه مراسم د هوکړه‌لیک د موادو پر تطبیق او عملي کولو له ټینګار او د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS