غزنی ولایت د اداری او حسابداری انسټیټیوټ جوړول؛ په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پراختیایی پلانونو پلي کولو په لور بل ګام!

media_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۸:۵۴
tveta10

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژۍ یوه مهمه موخه په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې زمونږ ګرانو هیوادوالو د ګډون کچې لوړول دي، د همدې لپاره د هیواد په ټولو ولایتونو کې د زده کړې مرکزونو رامینځته کول د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي چې په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې د ګران هیوادوالو د لا ډیرې برخې اخیستنې زمینه برابروي.

له نیکمرغه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وتوانیده چې د دې پرمختیایی پلانونو پلي کولو لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي. د غزنی د اداری او حسابداری انسټیټیوټ ودانول چی څوارلس صنفونه لری ددې ادارې یوه پروژه وه چی بشپړه شوی او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

دا پروژه، چې د (ریان سعادت او تل ودان) ساختماني شرکتونو په ګډه (19240200.5) افغانیو په ارزښت د انکشافي بودیجې څخه قرارداد کړی وه، 16میاشتو کې یې کارونه بشپړې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS