د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.

همدارنګه دواړو لوریو د هوکړه‌لیک لاسلیک پر مهال د موادو پر بشپړ تطبیق ټینګار وکړ.

د دې هوکړه‌لیک پر بنسټ به په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې او پیاوړې شي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د عامه پوهاوي او تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ودې په برخه کې لازمې همکارۍ ترسره کړي.

د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي چې دوی هڅه کوي څو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پرمختګ او له ادارو سره د ګډو همکاریو رامنځته کولو لپاره له ټولو شته فرصتونو څخه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS