د پکتیا د تخنیکي زدهکړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو
د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړهلیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.
همدارنګه دواړو لوریو د هوکړهلیک لاسلیک پر مهال د موادو پر بشپړ تطبیق ټینګار وکړ.
د دې هوکړهلیک پر بنسټ به په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې او پیاوړې شي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د عامه پوهاوي او تخنیکي او مسلکي زدهکړو ودې په برخه کې لازمې همکارۍ ترسره کړي.
د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت مسؤلین وایي چې دوی هڅه کوي څو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پرمختګ او له ادارو سره د ګډو همکاریو رامنځته کولو لپاره له ټولو شته فرصتونو څخه ګټه واخلي.
