د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پراختیایی اهدافو ترلاسه کولو لپاره یو بل لوی ګام واخیستل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۳
tvet5

بغلان ولایت کې د جلا مراسمو په ترڅ کې، په ده صلاح ولسوالۍ کې کثیرالرشتوی لېسه او خوست ولسوالۍ کې کثیرالرشتوی انسټیټوټ پرانستل شول!

چهارشنبې ورځ چې د روان کال د تلې 2 مې نیټې سره برابره دی په ده صلاح ولسوالۍ کې کثیرالشتوی لېسی او دوشنبې ورځ چی د تلې میاشتی 7 مې نیټې سره سمون لری د خوست ولسوالۍ کثیرالرشتوی انسټیټوټ، د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې رهبری هئیت غړو نثار احمد "نوری" او محمد نادر "مروت" په حضور کې پرانستل شوي.

د یادو ولسوالیو تخنیکې او مسلکې زده کړو مرکزونو چارواکو، د بغلان ولایت تخنیکې او مسلکې زده کړو آمره آغلی پشتنه "نرمګوی"، د هغه ولایت د تخنیکې او مسلکې زده کړو مؤسسو آمر صاحبان، د ده صلاح او خوست ولسوالی ښاغلي ولسوال صاحبان، د یادو ولسوالیو امنیه قومندان صاحبان، مخورو مشرانو او ځوانانو په حضور کې پرانستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.

د غونډې په جریان کې، ویناوالو د موضوع په اړه خبرې وکړې او د بغلان ولایت علم پروره خلکو او  دولتي چارواکو مشرتابه هیأت د تخنیکي او مسلکي زده کړې ادارې له کړنو مننه او قدرداني وکړه، او ژمنه يې وکړه چې د تخنیکي زده کړې ادارې پراختیایی موخو په لاسته راوړلو کې هر ډول همکاری ته چمتو دی.

د پرانیستې مراسمو په پای کې، د ده صلاح ولسوالۍ چارواکو او مخورو خلکو، د صیاد په سیمه کې کثیر الرشتوی لېسی لپاره 5 جریبه ځمکه هدیه کړه او ژمنه یې وکړه چې د قانوني پروسې وروسته به ځمکه د ودانۍ د ابادولو لپاره د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې په واک کې ورکړل شی.

د خوست ولسوالۍ مخورو خلکو او دولتي چارواکو، د پرانیستې مراسمو او خبرو وروسته پریکړه وکړه چې د پوزه ریګ عالي ښوونځي 40 جریبه ځمکه چې د معارف ملکیت دی، په شمول لس جریبه ځمکه د خوست ولسوالۍ د ښوونځی ودانۍ جوړولو لپاره ځانګړې شوی او د قانوني پروسې پرمخ وړلو وروسته به د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری په اختیار کې ورکړل شي.

غونډه د خیر دعا په ویلو او په هیواد کې د سولې او آرامۍ په هیله پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۱۸
Background image

د کابل والي له روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه

ښاغلي ملا امین‌الله عبید، د کابل والي، د کابل ښار له روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود. د دې لیدنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره هوډ لري ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي زمینه برابره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود. . .

BACK TO NEWS