د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اجرائیه مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست ددې ادارې مرکزي هستې اجرائيه مدیرانو لپاره د پاور پاینټ سافټویر په برخه کې یو پرمختللی روزنیز پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې ۱۷ تنه اجرائیه مدیرانو برخه اخیستې چې د ۳۰ کاري ورځو په اوږدو کې به د پاورپواینټ د اغیزمنې کارونې اړوند اړین او کاربردي موضوعاتو په اړه روزنه ترلاسه کړي.

اجرائيه مدیرانو هم د دې پروګرام څخه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا ډول روزنیز پروګرامونه به د هغوی د کاري مهارتونو په لوړولو او د ورځني اداري چارو په اسانه کولو کې مهم رول ولوبوي.

د کارکوونکو چارو ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروګرام د ترسره کیدو موخه مدیرانو د ډیجیټل مهارتونو لوړول، د اداري اسنادو په چمتو کولو کې دقت او د ګزارشاتو د وړاندې کولو په برخه کې د اسانتیا برابرول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS