د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو ریاستونو د خپلو اجراآتو او ترسره شویو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
د ناستې په دوام کې د مجاهدینو د روزنیز پروګرام د دویم پړاو د پیل څرنګوالي، کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو اړوند موضوعات مطرح شول او ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
همدارنګه نور اړوند موضوعات هم د ګډونوالو لخوا وڅېړل شول او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
