د تخنیکي زده کړو لویدیځ زون رئیس له یو شمیر خصوصي بنسټونو سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۱۲

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  اړوند د لویدیځ زون رئیس د دوه جلا غونډو په ترڅ کې د جامې پوهنتون له رئیس او د لویدیځ زون د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له رئیس وکتل.

په دې غونډو کې، دواړو خواوو د لویدیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو او زده کونکو لپاره د غوره ښوونیز فرصتونو د رامینځته کولو په شمول پر بیلابیلو موضوعاتو بحث وکړ.

په ورته وخت کې، د جامي پوهنتون رئیس د د تخنیکي او مسلکي زده کړو لویدیځ زون له رئیس مولوي ملتان ذاکر سره په کتنه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د دې ریاست سره یې د ګډو همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ملتان ذاکر له دې وړاندې هم د لویدیځ زون په اړوند ولایتونو کې د لنډمهاله روزنیز حرفوي پروګرامونو د تمویل او تجهیز په موخه د TIKA (ترکیې) بنسټ له مشر ښاغلي عرفات دینیز سره کتلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS