د خوست ولایت سوداګرۍ او پانګونې اطاق ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند محصلینو علمي سفر

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۱۵
TVETA

علمي سفرونه د نظري زده کړو او د کاري او صنعتي چاپیریال د نښلولو لپاره له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو په برخه کې کلیدي رول لوبوي.

په همدې اساس، د خوست ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ادارې او تجارت څانګې محصلینو د یاد ولایت سوداګرۍ او پانګونې اطاق څخه د لیدنې په ترڅ کې په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي ودې په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

BACK TO NEWS