د پکتيا ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت او زم زم پوهنتون ترمنځ تفاهم‌ليک لاسليک شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۶ - ۲۱:۱۷
TVETA

د پکتيا ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د زم زم پوهنتون له رئيس سره دګډو همکاريو دوه کلن تفاهم‌ليک لاسليک کړ.

دغه تفاهم‌ليک د دواړو اړخونو ترمنځ دهمکاريو د پياوړتيا، دښوونيزو او تحصيلي چارو د بهبود او همغړیو د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شو.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به ددې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د زده کړو د دوام په موخه زم زم پوهنتون ته معرفي او نوموړي به په ياد ښوونیز مرکز کې په ځانګړي تخفیف سره شامل شي.

دغه‌راز په تفاهم لیک کې داهم راغلي چې دواړه خواوې به د ظرفیت لوړنې په برخه کې له یو بل سره پوره همکاري کوي او د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینارونه په لاره اچوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS