د لغمان ولایت اړوند په مرکز تخنیکي او مسلکي لیسه کې د عملي زده‌کړو بهیر

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۵۸
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د یادې ادارې پر ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ ترسره کوي، چې موخه یې د ځوانانو پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی چمتو کول دي.

د عملي زده کړو د ارزښت په پام کې نیولو سره، د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یاد ولایت برښنا ریاست ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د برېښنايي فازونو د تبدیلولو څرنګوالی په عملي ډول زده کړ.

دغه راز لارښود استاد هم زده کوونکو ته د برق په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل؛ په ننني نړۍ کې برېښنا د انرژۍ له مهمو او حیاتي سرچینو څخه ده، چې د بشر ژوند په ټولو برخو کې بنسټیز رول لري.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارت‌محوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز ترسره کېږي، تر څو زده‌کوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS