په جوزجان ولایت کې د ځانګړو زده کړو څانګه جوړه شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۴:۵۲
TVETA

په جوزجان ولایت کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره ځانګړو زده کړو څانګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې جوړه شوه.

ددې مراسمو په پرانیست غونډه کې د جوزجان تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو سربیره، د یاد ولایت یو شمیر سیمه ایزو چارواکو هم ګډون درلود.

ګډونوالو په مراسمو کې د وینا پر مهال، د ځانګړو زده کړو څانګې له جوړیدو څخه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هڅو او هلو ځلو له لارې په دې ولایت کې جوړه شوې ده، ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د ځانګړو زده کړو مرکزونه لري، چې په یادو مراکزو کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکي کسان په مسلکي ډول روزنه ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د ټولنې ټولو اقشارو او وګړو ته د تخنیکي زده کړو زمینه برابه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS