د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۵۴

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ېاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو او تدریسي مدیرانو لپاره ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

په دې ښوونیز سیمینار کې، د نوموړو لپاره د کارکوونکو چارو، مالي چارو، نظارت او ارزونې او نور اړوند اداري مسایلو په ګډون پر بېلابېلو اداري موضوعاتو بحث وشو.

ګډونوالو هم په دې برخه کې خپل نظرونه او پوښتنې له یو بل سره شریکې کړې.

د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسولینو په وینا د دې روزنیز سیمینار د جوړولو څخه موخه د کارمندانو د پوهاوي کچې لوړول او په اداري کارونو کې د آسانتیا برابرول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۱۸
Background image

د کابل والي له روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه

ښاغلي ملا امین‌الله عبید، د کابل والي، د کابل ښار له روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود. د دې لیدنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره هوډ لري ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي زمینه برابره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود. . .

BACK TO NEWS