د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۵۸

د لغمان ولایت مرکز اوړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د بريښنا څانګې یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د ساختمان د برقی په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د ساختمان د سیم کشۍ، د میټر نصبولو او همدارنګه په ساختمان کې د سویچونو د نصبولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز د یادې درسي جلسې په ترڅ کې د زده کوونکو پوښتنو او سوالونو ته ځوابونه هم وویل.

عملي زده کړې به زده کوونکو سره مرسته کوي تر څو نوموړي د فراغت وروسته په مستقیمه ټوګه در کار بازار ته جذب او په کار بازار کط دندې ترلاسه کړي.

له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS