په میدان وردګو ولایت کې د ښځینه محبوسینو لپاره لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۹:۴۳

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د محبس مسوولینو په همکارۍ ښځینه محبوسینو ته د لاسي صنایعو لنډ مهاله روزنیزحرفوي پروګرام پیل کړ.

د دغه پروګرام د پرانېستې په مراسمو کې ويناوالو د تخنيک او مسلک په اهميت خبرې وکړې او د یاد ښوونيز پروګرام له ګډونوالو يې وغوښتل چې له دې فرصت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي ترڅو خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره هڅه کوي تر څو د هېواد محبوسین بیاځلي ټولنې ته ادغام شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS