د ارزګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۸

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ يوه پلاوي ارزګان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولينو سره وکتل.

په دې کتنه کې محترم مولوي احساس د ارزګان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي، نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د کاري چارو د ښه والي په موخه هغوی ته لازمې هدایت هم ورکړل.

په دې غونډه کې د ارزګان د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کارکوونکو لپاره د کاري او تدریسي چارو د ښه والي په موخه سمینار هم وړاندې شو.

په دې سیمینار کې «د محصلینو او متعلمینو چارو، د تعلیمي نصاب تطبیق، د تعلیمي څارنې او ارزونې، مالي او دفتر دارۍ چارو، د کارکونکو چارو (بشري منابعو)، پلان، دعوت او ارشاد، او د څیړنې او نوښت» په څیر موضوعات د کارکوونکو لپاره تشریح شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS