د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د افغانستان د پوهنې ملي ایتلاف موسسې سره ناسته وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۳۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې یوه پلاوي د افغانستان د پوهنې ملي ایتلاف له مسوولینو سره وکتل.

د غونډې په پيل کې د افغانستان د پوهنې ملي ايتلاف پر پروګرامونو او موخو خبرې وشوې او د يادې موسسې مسوولينو يې په اړه معلومات ورکړل.

د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د تعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي مبشر اغا خبرې وکړې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې موخې یې په تفصیل سره بیان کړې.

دواړو لورو د همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې د دواړه بنسټونه به د تفاهم لیک پر بنسټ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۳
Background image

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د محصلینو د عملي زده کړو څرنګوالی

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د تهداب لپاره د خاورې ډکولو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. د دې درسي جلسې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندز کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د رطوبت سنج سیستم په اړه روزنه ورکړل شوه

د کندز ولایت کرنې او وترنري انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یاد ولایت د کرنیزو تحقیقاتو په مرکز کې د باد او رطوبت سنج سیستم په اړه روزه ورکړل شوه. د دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۵۱
Background image

د برقي وسایلو د ترمیم کولو په برخه کې د لوګر تخنیکي لیسې زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د لوګر ولایت اړوند تخنیکي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په چهار چوب کې د برقي وسایلو د ترمیم او بیاروغونې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. لارښود. . .

BACK TO NEWS