په پکتیا ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمی سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۲:۴۱
آزموینه

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي په دغه ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه د آزموینې د اخیستلو خبر ورکوي.

د دوی په خبره، په دې پروګرام کې شاوخوا ۳۸۰ تنو ګډون کړی او ټاکل شوي چې د تعلیمي سویې د تثبیت وروسته به د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د اداري او مدیریت په برخه کې زده کړې وکړي.

په ورته وخت کې چارواکي د دې ازموینې په ترسره کېدو کې د شفافیت ډاډ ورکوي.

دا پروګرام په داسې حال کې په پکتیا ولایت کې پیل شو چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ګڼو مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS