د چک کثیر الرشتوي انسټيټيوټ محصلینو ته د برق فابریکې د دروازو د نصبولو په اړه عملی روزنه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۶
TVETA

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د کثیر الرشتوي انسټيټوت محصلینو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یآدې ولسوالۍ د برېښنا فابریکې د دروازې د نصبولو له څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې محصلینو ته د برېښنا سب سټېشنونو په اړه هم معلومات ورکړل شول او لارښود استاد د برېښنا په برخه کې د محصلینو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

عملي روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له فارغانو سره مرسته کوي تر څو له فراغت وروسته په بازار کې دنده ترلاسه کړي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د دې ادارې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS