د کارموندنې شرکتونو له اتحادیې سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سرپرست مرکه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۲۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د افغانستان د خصوصي کارموندنې شرکتونود اتحاديې له رئيس نورالله فدوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

د دې غونډې محور؛ د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره د زمینې برابرول دي.

 په دې کتنه کې محترم نورالله فدوي د کارموندنې د شرکتونو د اتحاديې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې یاد بنسټ د کار موندنې او هم بهرنيو هېوادونو ته د کار لپاره د خلکو د ګمارلو په برخه کې فعالیت کوي.

 نوموړي په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل، چې د دوى لپاره متخصص او مسلکي کسان په بهرنيو هېوادونو کې د ګمارلو په موخه معرفي کړي.

له بلې خوا ښاغلي مولوي شهامت دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د روزنیزو څانګو په اړه توضیحات ورکړل او د یادې ادارې ځینې لاسته راوړنې یې هم بیان کړې.

دتخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست وويل چې دا اداره کولاى شي دکارموندنې دشرکتونو دضرورت په اساس هغوى ته تکړه او مسلکي کسان معرفي کړي.

دواړو خواوود همکارۍ  تفاهم لیک د لاسلیک لپاره د زمینې په برابرولو توافق وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS