د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په افغانستان کې د «سرف» مؤسسې له مسئولینو سره خبرې وکړې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۲:۳۸
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدرشهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د «سرف» مؤسسې له اجرائیه رئیس ښاغلي «کیندي» او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس هم حضور درلود.

د دغه خبرو اترو اساسي موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ځانګړو زده کړو په برخه کې «سرف» مؤسسې مرسته کول دي.

د دغه مجلس په پیل کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ددغه ادارې د بېلابېلو برخو په هکله مفصل تشرېحات ورکړل.

ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې د ځانګړو زده کړو ۱۶ ښونیز مرکزونه لري، او هغه کسانو ته چې د نه اورېدلو او نه لیدلو معلولیتونه لري مسلکي زده کړې ورکوي.

د «سرف» مؤسسه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي چې د هغه له جملې څخه یو هم معلولو کسانو ته د توانایي ورکولو برخه ده.

له بل پلوه د «سرف» مؤسسې اجرائیه رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره په لیدنه کې تعهد وکړ چې د خاصو زده کړو د استاذانو د ظرفیت په لوړولو کې به له ادارې سره همکاري کوي.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ظرفیتونو او د «سرف» مؤسسې له همکاریو څخه باید د ځانګړو زده کړو په برخه کې ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت بلخ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رئیس او د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۵۳
Background image

د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره کې د ښوونیزو اړتیاوو ارزونه ترسره شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د کارکوونکو د ښوونیزو اړتیاوو د پېژندنې او د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې په موخه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

BACK TO NEWS