د هرات اسلام قلعه کثیرالرشتوي لېسه په انستیتوت بدلیږي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۹:۴۱
tveta

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څېړلو لپاره هرات ولایت ته سفر کړی، د هرات ولایت، اسلام قلعه کثیرالرشتوي لېسې وضعیت یې و څېړه.

 په دغه سفر کې د تعلیمي چارو عمومي رئیس، همدارنګه د تخنیکي چارو مشاور هم حضور درلود، د دغه ښوونیز مرکز عمومي وضعیت و څېړل شو.

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د دغه زده کړې مرکز له مسؤلینو سره په ناسته کې د سیمې له مشرانو او ځایي چارواکو سره په همغږی ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د سیمې مشران او ځایي چارواکي انستیتوت ته د دغه لېسې د ارتقا غوښتونکي شول. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه غوښتنې د پوره کولو د وعدې ترڅنګ په دغه انستیتوت کې د دوه څانګو د فعالیت اجازه ورکړه.

په پلان کې ده چې د دغه پلاوي له لوري د زده کړې نور مرکزونه هم ولیدل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS