د میدان وردګو ولایت د تخنیکی او مسلکي زده کړو مرکزونو له مسؤلینو سره د مولوي غلام سعید احساس لیدنه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۴:۳۱
tveta

ښاغلی مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکی او مسلکي چارو معاون د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څارلو لپاره د میدان وردګو ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي د خپل سفر په اوږدو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مسؤلینو او استادانو سره د اړتیاو او ستونزو د حل کولو په مناسبت ناسته ترسره کړه.

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په دغه ناسته کې وویل؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د استادانو او کارکوونکو مسؤلیت د ځوانانو په زده کړو او تربیه کولو کې ارزښت لرونکی دی او دغه مکلفیت باید په اساسي توګه ترسره شي.

همدارنګه؛ دغه هیأت د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارکوونکو ته یو پریزنتیشن وړاندې کړ، چې موخه یې په ښه توګه د کارونو ترسره کول و.

د تخنیکی او مسلکی چارو معاون په دغه لیدنه کې، د استادانو او کارکوونکو غوښتنو ته په رسېدلو سربېره هغوی ته په ځینو برخو کې لازمې لارښونې هم وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS