د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې برنامه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۶:۲۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونيزو مرکزونو د استادانو لپاره د ظرفيت لوړونې برنامه ترسره شوه.

د استادانو د ظرفیت لوړولو په برنامه کې د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه ۱۲۵ تنه استادانو ګډون کوي. په دغه ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو ته د تدریس اصول تدریس کیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې رئيس احمد نبي نايل د ورکشاپ په لومړۍ ورځ ګډونوالو ته وينا وکړه او د هېواد د بچيانو په ښوونه او روزنه کې يې د ښوونکو  مسئولیت مهم یاد کړ.

ښاغلي نایل دغه راز له استادانو وغوښتل چې له دغه ورکشاپ څخه په هېواد کې د علم د پرمختګ لپاره کار وکړي.

تر دې وړاندې هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو يو شمېر استادانو د ظرفيت لوړولو په برنامو کې ګډون کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

BACK TO NEWS