د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ اختصاصي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۶:۱۲
اکادمیک

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ د هغو زده کړیالانو په هکله اختصاصي غونډه وکړه چې د ۱۴۰۲ کال د کانکور د پایلو د اعلان په اساس د دغې ادارې تعلیمي مرکزونو ته لاره پیدا کړې.

دغه غونډه د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ او د دغې ادارې د يو شمېر رئيسانو په حضور کې ترسره شوه. د غونډې برخه والو د نویو جذب شویو زده کړیالانو د درسونو د پیل پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.

د اکاډمیک بورډ ګډون وال د نویو جذب شویو زده کړیالانو لپاره د درسونو د پیل په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS