په پغمان انسټیټوټ کې د موبایل ترمیم او خیاطۍ لنډ مهاله کورس په لاره اچولی

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۴:۴۶
برگزاری کورس کوتاه‌مدت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د تنظیم ریاست له خوا د کابل په پغمان کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د موبایل ترمیم او خیاطۍ درې میاشتنی کورس په لاره واچول شو.

په دغه کورس کې، یوازې د موبایل ترمیم په څانګه کې د 300 کسانو په ګډون، سلګونو کسانو نوم لیکنه کړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئيس عبدالودود هوتک د کارموندنې او عاید ترلاسه کولو په موخه لنډ مهاله برنامې مهمې وبللې.

ښاغلي هوتک وویل چې د لنډ مهاله روزنیزو برنامو د پراخولو هڅې روانې دي.

تر دې وړاندې هم د حرفوي برنامو د سمون ریاست د مرکز او ولایتونو په انسټیټونو کې څو روزنیزې دورې په لاره اچولي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS