د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ د رئیس د یونسکو له پلاوي سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۲:۳۹
دیدار رییس پلان و هماهنگی

د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) یوه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ له رئیس ښاغلي مولوي نیک محمد نیکمل سره وکتل او خبرې اترې یې وکړی.

په دغه کتنه کې د یونسکو پلاوي د دغه سازمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د دغه پلاوي غړو وويل، چې يونسکو د تخنيکي او مسلکي زده کړو د عمومي وضعيت د څيړنې، د احصائيې او معلوماتي ټکنالوجۍ د برخې کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو او د ښوونځيو د ښه والي پلان د بيا کتنې په برخو کې همکاري کوي.

دیدار رییس پلان و هماهنگی

ښاغلي نیکمل د یونسکو د همکاریو قدرداني وکړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یې د دغه سازمان پر همغږي ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS