په بامیانو کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیزه برنامه په لاره اچول شوی دی

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۳:۴۲
بامیان

د بامیانو ولایت د ادارو د نویو کارکوونکو لپاره د کمپیوټر او دفتري مهارتونو د زده کړې برنامه د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا پیل شوه.

 د دغه برنامې ګډونوال اکثره د اسلامي امارت هغه مجاهدین دي چې په دې وروستیو کې په ملي او نظامي ادارو کې په دندو ګمارل شوي دي.

 دا په بامیانو ولایت کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو لومړی روزنیزه برنامه دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سږ کال د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د ظرفیت لوړولو په موخه په ۸ ولایتونو کې څه باندې دوه زره کسانو ته لنډ مهاله روزنیزې برنامې جوړ کړي دي.

په دغو روزنیزو برنامو کې اداري او کمپیوټري مهارتونه تدریس شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS