د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د ولايتونو له تخنيکي آمرینو سره انلاين ناسته ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۶
معاون امور تخنیکی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د یادې ادارې له تخنيکي آمرینو سره په انلاين ناسته کې خبرې اترې وکړې.

په یاده ناسته کې د بودجې د لګولو پر څرنګوالي، د راپور ورکولو پر اهمیت، د تخنیکي آمریتونو لپاره د پلان په لرلو او د ولایتونو په تخنیکي مرکزونو کې د کتابونو د کمښت په اړه خبرې وشوې.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د ولايتي تخنيکي آمریتونو د بودجې د مصرف، کاري پلان او راپور ورکولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ټينګار وکړ چې د اداري چارو په تطبيق کې روڼتيا او حساب ورکونه اړینه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS