په کاپيسا کې د مسلکي لېسو او انسټیټونو پر استادانو نغدي مرسته ووېشل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۱:۱۲
کاپیسا

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د کاپیسا ولایت د مسلکي لېسو او انسټیټونو 90 تنه استادانو سره نغدي مرسته وکړه.

هر استاد ته 18 زره افغانۍ ویشل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه پيسې استادانو ته د مرستې په توګه وېشل شوې وې، نه د هغوى د مياشتني معاش په بدل کې.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم یونیسف د مسلکي لېسو او  انسټیټونو له استادانو سره نغدي مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS