Components
شیخ ندا محمد ندیم د مجاهدینو د فراغت مراسمو کې
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ادارې او مدیریت پروګرام څخه د مجاهدینو فراغت د افغانستان اسلامي امارت لپاره یو له ډېرو ارزښتناکو لاسته راوړنو څخه دی.
د لوړو زدهکړو وزارت وزیر، شیخ ندا محمد ندیم د مجاهدینو د فراغت مراسمو کې
اسلامي نظام د قرآن کریم د احکامو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر بنسټ جوړ شوی دی، او د اسلامي نظام حاکم د خلکو خادم او د الله جل جلاله د احکامو پلي کوونکی دی.
د کابل والي د مجاهدینو د فراغت مراسمو کې
اسلامي نظام د ټولو دی، باید ټول یو موټی شو او په اتفاق سره د نظام د ساتلو او د خپل ګران وطن د پرمختګ لپاره کار وکړو.
مولوی امین الله عبید، د کابل والي د مجاهدینو د فراغت مراسمو کې
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له خوا په ټول هېواد کې د مجاهدینو لپاره د زدکړو د دوام زمینه برابره کول د ستايلو او مننې وړ دي.
مولوي فتحالله منصور صاحب د مجاهدینو د فراغت مراسمو کې
د افغانستان خلک تل په جهادي میدانونو کې بریالي دي او نننی نظام زمونږ د ټولو افغانانو د قربانیو پایله ده. اوس وخت را رسېدلی چې په متحد ډول د هیواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. زمونږ ګران وطن. . .
د علومو اکاډمۍ مرستیال د مجاهدینو د فراغت مراسمو کې
د علومو اکاډمۍ مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ادارې او مدیریت د فراغت پروګرام له فارغانو وغوښتل چې د خپل هېواد په خدمت او پرمختګ کې لا زیاتې هلې ځلې او جدي کوښښونه وکړي.
د علومو اکاډمۍ مرستیال، مولوي امیر جان ثاقب د مجاهدینو د فراغت مراسمو کې
د نن ورځې د حالاتو په پام کې نیولو سره سم، د بیلابیلو تخنیکي او مسلکي زدهکړو ترلاسه کول ډېر اړین دي.»
الحاج مولوي غلام حیدر شهامت
علم او جهاد د امت د عزت دوه وزرونه دي. له همدې امله، اسلامي نظام جهاد له پوهې سره تړلی او د مجاهدینو لپاره یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو د دوام زمینه مساعده کړې. . .
عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله تعالی
له یو ځل فاتحې او دعا کولو وروسته، د دوهم ځل لپاره د متوفی کور ته د فاتحې په پار تلل، مکروه دي.
