په کندهار ولایت کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو د زده کړې دوام

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۰:۱۲
کندهار

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو پروګرامونو په دوام کې دا ځل د کندهار ولايت نوي ګمارل شوي مامورين د یاد ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو د آمریت له لوري روزل کيږي.

په دې روزنيزه دوره کې د ا.ا.ا مجاهدينو لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د آمریت له خوا اداري، کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړې ورکول کېږي.

د کندهار د انسانی سرچینو رئيس مفتي مرزا محمد زاهد دغه روزنيز ورکشاپ د ا.ا.ا مجاهدينو لپاره ډېر مهم وباله. او په دغه ولایت کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هڅو ستاینه وکړه.

همدارنګه مفتي حکيم الله صابر يو تن نوي ګمارل شوي کارکوونکي وويل: "دا روزنيز ورکشاپ د اداري او کمپيوټر د مهارتونو د زده کړې لپاره يو ښه فرصت دى او زه د دې پروګرام په ترسره کولو ډېر خوښ يم."

 تر دې وړاندې هم تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ولايتونو کې د ا.ا.ا مجاهدينو لپاره روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي او دا لړۍ په نورو ولايتونو کې هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS