په کابل کې د خصوصي انسټیټونو وضعیت وڅیړل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۴:۴۲
 پلان

په کابل کې د خصوصي انسټیټونو چارواکو په هغې غونډه کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیال مولوي غلام سعید احساس په کې ګډون کړی و، خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د یادې غونډې په پيل کې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس مفتي سيد احسان الله خبرې وکړې او د خصوصي انسټیټونو له چارواکو يې وغوښتل چې د فراغت سندونو په صادرولو کې له احتياط څخه کار واخلي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمی څارنې او ارزونې رئيس مولوي محمد مکاشف هم د خصوصي انسټیټونو د وضعيت د ارزونې د پايلو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې اوسمهال په ټول هېواد کې اووه انسټيټونه فعاليت لري.

ښاغلي مکاشف وویل چې یو شمېر خصوصي انسټیټونه د زده کړیالانو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي په دې برخه کې يو شمېر وړانديزونه هم وکړل او ويې ويل، چې په پوهنتونو کې د خصوصي انسټیټونو د فارغانو لپاره د تنزیل لرې کول او هغوى ته د کار پيدا کول به د يادو انسټیټونو د زده کړیالانو شمېر زيات کړي.

د کابل د خصوصي انسټیټونو چارواکو هم د تنزیل پر لرې کولو ټينګار وکړ او د ازموينو په ملي کميټه کې يې د یادو انسټیټونو د نوملړ د شاملولو غوښتنه وکړه، څو د کانکور ازموينې له لارې زده کړیالان جذب کړي.

دوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل چې د جوازونو د تجدید بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د خصوصي انسټیټونو د ستونزو له اوريدو وروسته د ستونزو د حل ژمنه وکړه او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي انسټیټونو ترمنځ به همغږي رامنځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS