په کابل ښار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د مبایل رغونې لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۳۰

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست د کابل ښار د دیارلسمې حوزې کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د مبایل رغونې لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل کړ.

په دې لنډ مهاله پروګرام کې شاوخوا ۵۰ تنه «حرفه‌آموز» زده کوونکو ګډون کړی چې نوموړو ته به د دریو میاشتو په ترڅ کې د مبایل رغونې په اړه په عملي او نظري ډول زده کړې وړاندې شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست مسوولینو په وینا ددې پروګرام د پیل کولو څخه یې موخه، د ځوانانو لپاره د شغلي او کاري فرصتونو د زمینې برابرول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو څخه سلګونه محصلين فارغ او دم ګړۍ د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS