په لوګر کې د افغانستان ا.ا "م‌جاهدی‌نو" لپاره د لنډ مهاله روزنیز دورې په لاره اچول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۰:۷
لوګر

د لوګر ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هغو «مجاهدینو» د ظرفیت لوړولو په موخه چې په دولتي ادارو کې د مامورینو په توګه ګمارل شوي دي، لنډ مهاله روزنیزه دوره جوړه کړه.

په دې دوره کې د کمپیوټر او ادارې مهارتونه تدریس کیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر حبيب الله حبيبي د دغه روزنيزې دورې له درسي ټولګيو څخه ليدنه وکړه. نوموړي د دغه کورس ترسره کول د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» لپاره یو مهم فرصت وباله.

په نورو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریتونو هم د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او "مجاهدینو" لپاره د ظرفیت لوړونې کورسونه جوړ کړي دي. تر دې دمه لسګونه کسان له دغو دورو فارغ شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې دغه پروګرام په ټولو ولایتونو کې پراخ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS