په لوګر ولایت کې د محبوسینو تدریسي لړۍ دوام لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۲۶

د خیاطۍ څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام د تدریس لړۍ، چې مخکې د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت  لخوا د محبوسینو لپاره پیل شوې وه، دوام لري.

د دې پروګرام ګډونکوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه د ستاینې ترڅنګ د یادې ادارې له مسولینو وغوښتل چې دغه روزنیز پروګرام ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، د لوګر د محبس مسولینو هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې اقدام څخه قدرداني وکړه. نوموړو زیاته کړه چې یاد پروګرامونه په ټولنه کې د محبوسینو د بیا ادغام کولو په برخه کې خورا مهم رول لوبوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو د تفاهم لیک پر بنسټ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د محبوسینو لپاره ښوونیز پروګرامونه پیلوي، چې موخه یې د فقر کمول او د محبوسینو لپاره د کاري زمینې برابرول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS