په قوش تپې کې د کرنې مسلکي لېسې ایجادول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۴:۴۴
Jawzjan

د تخنيکي او مسلکي   زده کړو اداره د جوزجان ولايت په قوش تپې ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي لېسه جوړوي.

دغه لېسه د فوش تپې کانال په شاوخوا کې جوړیږي. د قوش تپې کانال د جوړولو چارو په  نهايي کېدو سره به د کرنې په برخه کې زده کوونکو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شي.

دا لېسه په داسې حال کې جوړېږي، چې د کار پروژې مسوولینو په وینا د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د قوش تپې کانال یو له مهمو ملي برنامو څخه دی چې د یاد کانال په بشپړیدو سره به یې شاوخوا زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د قوش تپې کانال کرنيز ارزښت ته په کتو، د دغه ملي کانال نهايي کېدل به د بېوزلۍ په له منځه وړلو او د هېواد د اقتصاد په لوړولو کې هم مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS