په روزنیز ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو ګډون

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۶:۱۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلین وايي چې د ددې ادارې د مرکزي هستې یو شمیر کارکوونکي یې د ظرفیت لوړونې په موخه د ملکي خدماتو انسټیټوټ، ۵ ورځني ورکشاپ ته معرفي کړي دي.

د یادونې وړ ده چې ددې پروګرام ګډونوال به ۵ ورځو په ترڅ کې د ملکي خدماتو انسټييوټ د ترینرانو له لوري د نامه نګاري او اداري سلسله مراتبو په شمول د اداري مراسلاتو «اداري لیکونو» په اړه روزنه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلین زیاتوي چې د دې پروګرام د ترسره کولو موخه د کارمندانو ظرفیت لوړول او په غوره توګه د اداري چارو ترسره کیدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست تل هڅه کوي چې ددې ادارې د  کارمندانو د مهارتونو د پراختیا لپاره په راتلونکي کې هم په دوامداره توګه ورته پروګرامونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS