ولایتونو ته د یوه پلاوي د استولو په اړه د اکاډمیکو چارو معینیت غونډه!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۶:۰
نشست معینیت امور اکادمیک برای بحث درباره‌ تنظیم هیأت اعزامی به ولایات

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي په مشرۍ غونډه جوړه شوه، چې د څارنې په موخه ولایتونو ته د یوه پلاوي پر ټاکلو بحث وشو.

په غونډه کې د پلاوی پر جوړښت او د څارنې د چک لستونو په اړه هر اړخیز بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د روزنيزو مرکزونو ریفورم د طرحې تطبیق کول ولايتونو ته د دغه پلاوي د ليږلو يوه موخه ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال ددغه پلاوي چې په نږدې راتلوونکي کې به ولايتونو ته سفر کوي پر ښې څارنې ټينګار وکړ او ددغې څارنې پايلې يې مهمې وبللې .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS