د کندهار ولایت د محبوسینو لپاره دلنډمهاله حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱:۴۹

د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د محبس له مسوولینو سره په همکارۍ د دغه ولایت اړوند محبس، محبوسینو ته د موبایل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام پیل شو.

دغه محبوسینو ته د مبایل ترميم د څرنګوالي په اړه د دريو مياشتو لپاره روزنه ورکول کېږي، چې د دې پروګرام موخه له بند څخه وروسته په ټولنه کې د مسلکي کسانو په توګه د کار بازار ته د هغوى وړاندې کول دي.

محبوسینو هم د دغه روزنیز پروګرام په ترسره کیدو خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسوولینو څخه یې د مننې ترڅنګ د یادو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د زده کړو د زمینې په برابرولو سره د هېواد ځوانان له بېکارۍ څخه مسلک ته راوګرځوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS