د کندز د ادارې او محاسبې د انستیتوت ستونزې وڅیړل شوې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۵۳
کندز

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ولايتي سفرونو وروسته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د يوه پلاوي په مشرۍ کندوز ولايت ته سفر وکړ.

ښاغلي شهامت کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ګډون د کندز ولایت د یو شمېر انسټیټونو وضعیت وارزاوه.

د ټولګیو بیارغونه او د درسي کتابونو نشتوالی د کندز د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ لویې ستونزې دي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

 په پام کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي. د دغه سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت ارزول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS