د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
TVETA

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ.

یاده سیالي د افغانستان په نړیوال نندارتون کې د «هک او سایبري امنیت» په برخه کې ترسره شوه، چې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو د خپلو تخنیکي وړتیاوو او مهارتونو په وړاندې کولو سره وکولای شول لومړی مقام ترلاسه کړي.

د دې پروګرام مسئولینو او ګډونوالو د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو د علمي کچې، مهارتونو او کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او د هغوی دغه لاسته‌ راوړنه یې وستایله.

د یادونې وړ ده چې په دې سیالۍ کې د هېواد د یو شمېر تحصیلي او ښوونیزو ادارو لکه کابل، پولی‌تخنیک، ننګرهار، غرجستان او جهان پوهنتونونو محصلینو هم ګډون کړی و.

په دې سیالۍ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او سایبري امنیت په برخه کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت لومړي مقام ترلاسه کول د محصلینو د علمي او تخنیکي وړتیاوو او ظرفیتونو څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS