د کرنې ملي انسټیټوټ له چارواکو او د نایک موسسی د کارکوونکو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۲:۳۰
tvet-55

د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری مشر ښاغلی مفتی فضل الرحمن فاضل ؛ د مالی او ادارې مرستیال سید عباس ایوبي او د اکاډمیکو چارو مرستیال نوراحمد عزیزي په حضور کې؛ د کرنې ملي انسټیټوټ او د نایک کارکوونکو سره وکتل.

په دې کتنه کې دکرنې ملي انسټيټوټ چارواکو ددغه انسټيټيوټ تاريخ، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه وړاندې کړل.

د دوی په وینا، د دغه انسټیټوټ د جوړولو هوکړه لیک په 1390 کال کې له هالنډي انسټیټیوټ "نایک" سره لاسلیک شوی و او ټاکل شوې وه چې د دغه انسټیټیوټ په مرسته په 1400 کال کې پوهنتون ته ارتقا وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د کرنې ملي انسټيټوټ له استادانو او چارواکو څخه د یاد انسټیټوټ زده کړو ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د پوهنې د سيستم د پياوړتيا په موخه به د بهرنيو پروژو په پلي کولو کې هڅې وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چوکاټ کې دپوهنتون جوړول ستره لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي فاضل همداراز ټینګار وکړ، چې تعلیمي پروژې باید له سیاسي مسایلو جلا وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS