د کرنې او وترنرۍ په انسټیټیوټ کې د نیالګیو کېنولو او باغ ډیزاین کولو په اړه روزنه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۱۶

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده کوونکو ته د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د نیالګیو کېنولو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

په ورته مهال کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د باغ ډیزاین کولو په اړه اړین توضیحات ورکړل او هم یې د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې عملي زده‌کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي او په سمه توګه د دندو ترسره کولو وړتیا پیدا کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د عملي زده‌کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS