د کاپیسا د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ محصلینو ته د نیالګیو د پیوند کولو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۹:۴۰
TVETA

د کاپيسا ولايت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلينو ته د یاد انسټيټيوټ په څېړنيز فارم کې د نیالګیو د پیوند کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د پیوند د ډولونه، د پیوند کولو اهدافو او د پیوند کولو وخت په اړه هم په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

عملي زده کړې د محصلینو سره مرسته کوي څو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۳
Background image

د « حصه اول کوهستان » کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ له لوري د فوټسال سیالیو بهاري تورنمنت پیل شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د زده کونکو ترمنځ د غوره ښوونیز چاپیریال رامینځته کولو او د ورزشي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د " د زده کوونکو څخه د ملاتړ" تر عنوان لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکنانو چارو ریاست د دې ادارې ۱۱ تنه د مرکزي هستې کارمندان په یوه اوونیز روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره د ملکي خدماتو انسټیټوټ ته معرفي کړل. دا روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

BACK TO NEWS